افغانستان د درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ اتلولي وګټله

0
42

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ په پایلوبه کې زمبابوې ته د اوو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

په پایلوبه کې زمبابوې د پچې تر ګټلو وروسته لومړی توپوهنه غوره کړه، خو افغان توپ اچوونکو یې لوبډله په ۴۳.۳ اوورونو کې د ۱۶۹ منډو له جوړولو وروسته ټوله وسوځوله.

افغان لوبډلې د ۱۷۰ منډو هدف په تعقیب کې په ۳۴.۳ اوورونو کې د درېیو وېکټو په زیان پوره کړ او سیالي یې په اوو وېکټو وګټله.

د افغانستان په ګټه ابراهیم ځدراڼ ۷۰، رحمت شاه ۴۳ او رحمن‌الله ګربز ۳۶ منډې جوړې کړې.

په دې توګه افغانستان د افغانستان، زمبابوې او بنګله‌دېش ترمنځ د درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ اتلولي خپله کړه.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ