د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد له ایلم نیوز سره په خبرو کې هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې په افغانستان کې د سترګو د پردې عملیات منع شوي دي.
ښاغلي مجاهد دغه راپورونه یوازې «شایعه» بللې ده.
تر دې وړاندې، بریتانوي ټیلیګراف ورځپاڼې د اکتوبر پر ۲۷مه په یوه راپور کې لیکلي وو، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سترګو د پردې پر عملیاتو بندیز لګولی دی.
د راپور له مخې، دغه پرېکړه ښايي د هغو ناروغانو درملنه له ستونزو سره مخ کړي، چې د لید بېرته ترلاسه کولو لپاره دغو عملیاتو ته اړتیا لري.


