بلوچستان کې ترافیکي پېښې ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0
39

د پاکستان د بلوچستان ایالت په لسبیله سیمه کې د دوو موټرو ترمنځ د ټکر له امله درنه ترافیکي پېښه شوې چې په پایله کې یې ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د بلوچستان د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې، پېښه نن جمعه رامنځته شوې او د مړو شویو کسانو په ډله کې درې ښځې هم شاملې دي.

چارواکي وايي، یو شمېر ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي چې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

بلخوا، د بلوچستان پولیسو ویلي، د پېښې د رامنځته کېدو د څرنګوالي او اصلي لامل معلومولو لپاره یې څېړنې پیل کړې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ