د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن جمعه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ په پایلوبه کې د زمبابوې پر وړاندې لوبېږي.
ټاکل شوې چې دغه سیالي د افغانستان پر وخت د مازدیګر په څلورو بجو پیل شي.
افغان لوبډله پایلوبې ته په داسې حال کې رسېدلې چې په ګروپي پړاو کې یې له زمبابوې او بنګلهدېش دواړو لوبډلو بریاوې ترلاسه کړې دي.
افغانستان د اکتوبر پر ۱۹مه زمبابوې ته په ۱۵۸ منډو ماتې ورکړه او د اکتوبر پر ۲۱مه یې بنګلهدېش ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه.
په وروستۍ ګروپي لوبه کې بنګلهدېش په ۴۱ اعشاریه ۲ اورونو کې ۱۶۰ منډې جوړې کړې، خو افغان لوبډلې دغه هدف په ۳۵ اعشاریه ۳ اورونو کې د درېیو وېکټو په زیان پوره کړ او پایلوبې ته یې لار ومونده.
د زمبابوې پر وړاندې په تېره لوبه کې صدیقالله اتل سلیزه ووهله او ۱۰۴ منډې یې جوړې کړې، په داسې حال کې چې ابراهیم ځدراڼ ۹۵ منډې وکړې.
راشد خان هم د خپلې اغېزمنې توپاچونې له لارې څلور وېکټې واخیستې.
نوموړي د بنګلهدېش پر وړاندې هم څلور وېکټې ترلاسه کړې وې.
دغه درې اړخیزه لوبلړۍ د اکتوبر پر ۱۷مه د افغانستان، زمبابوې او بنګلهدېش ترمنځ پیل شوې وه.
په لومړۍ لوبه کې زمبابوې بنګلهدېش ته په ۹۹ منډو ماتې ورکړې وه.
د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا، د دغو سیالیو موخه د ۲۰۲۷ کال د کرېکټ نړیوال جام لپاره د افغان لوبډلې چمتووالی هم دی.


