لیکوال: کیت کېلوګ
کیت کېلوګ د امریکا د پوځ متقاعد ډګر جنرال دی او د «امریکا فرسټ پالیسۍ انسټیټیوټ» د امریکایي امنیت په مرکز کې د ګډ مشر په توګه دنده ترسره کوي.
کله چې متحده ایالاتو په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه خپل ځواکونه وایستل، په دې سره یې نږدې شل کلن پوځي حضور پای ته ورساوه؛ هغه جګړه چې د امریکایانو د ژوند او پراخو مالي سرچینو په بیه تمامه شوې وه.
پنځه کاله وروسته، په داسې حال کې چې طالبان پر افغانستان بشپړ واک لري، چین د دغه هېواد پراخو معدني زېرمو ته د لاسرسي په لټه کې دی او خپل نفوذ پکې پراخوي؛ خو واشنګټن تر ډېره افغانستان د خپل تاریخ د یوې تړلې او دردناکې پاڼې په توګه ګڼي.

دا یوه تېروتنه ده:
افغانستان د مسو، لیتیوم، اوسپنې او نورو هغو منرالونو پراخې زېرمې لري چې د ملي دفاع لپاره اړین دي. د دغو زېرمو ډېره برخه لا هم نه ده استخراج شوې، خو بیجینګ د دې سرچینو پر بالقوه ارزښت پوهېږي.
چینایي شرکتونو هڅه کړې چې په افغانستان کې د کانونو د استخراج قراردادونه ترلاسه کړي او له طالبانو سره سوداګریزې اړیکې جوړې کړي؛ په دې توګه غواړي د راتلونکو لسیزو لپاره ځان ته مناسب موقعیت برابر کړي.
په داسې حال کې چې امریکا له چین سره خپله د مهمو منرالونو د اړتیاوو تړاو کموي، موږ باید دې ته پام وکړو چې دغه سرچینې د چا لاس ته ورځي او له هغو سره کوم سیاسي نفوذ هم ترلاسه کېږي.
د افغانستان اهمیت یوازې تر معدني زېرمو محدود نه دی؛ جغرافیایي موقعیت یې هم مهم دی. افغانستان له چین او ایران سره ګډې پولې لري، سویلي او منځنۍ اسیا سره نښلوي او داسې سیمه کې موقعیت لري چې له څو نسلونو راهیسې ستراتیژیک اهمیت لري.

روسیه هم په سیمه کې یو اغېزناک لوبغاړی پاتې شوی دی. د افغانستان جغرافیایي موقعیت د طبیعي ګازو د نللیکو، د برېښنا د لېږد د مزو او ترانسپورتي دهلېزونو د جوړولو فرصتونه برابروي. دغه پروژې کولای شي سیمهییزې اړیکې پیاوړې او سوداګري پراخه کړي؛ خو په دې شرط چې افغان حکومت د داسې پرمختګ لپاره اړین شرایط برابر کړای شي.
طالبانو تر اوسه موږ ته ډېر لږ دلیلونه راکړي چې باور پرې وکړو، دوی دا کار کولای شي.
واک ته له بېرته رسېدو راهیسې، طالبانو د هغو بنسټونو، سوداګریز ثبات او نړیوالو اړیکو په رامنځته کولو کې پاتې راغلي چې د دوامدار اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دي. افغانستان لا هم د نړیوال مالي نظام له ډېرو برخو ګوښه دی او پانګهوال د قراردادونو د پلي کېدو، امنیت او سیاسي لاسوهنو په اړه له جدي اندېښنو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو څارونکي لا هم په افغانستان کې د القاعدې او نورو افراطي ډلو د حضور په اړه راپورونه مستندوي. د داعش خراسان څانګه لا هم یو ګواښ دی او د پاکستان له پولې سره ناامني د سیمې امنیتي ستونزې لا پسې زیاتوي.
دغه شرایط افغانستان د اوږدمهالو اقتصادي اړیکو لپاره یو نامطمئن شریک ګرځوي. خو چین ښایي دا خطرونه ومني. بیجینګ ښودلې چې کله پانګونه یې ستراتیژیکې ګټې خوندي کوي، نو په بېثباته سیمو کې هم پانګونې ته چمتو دی؛ په ځانګړي ډول هغه مهال چې موخه یې د طبیعي سرچینو ترلاسه کول یا د سوداګریزو لارو پراخول وي.
د چین پانګونه په خپله د دې معنا نه لري چې چین به پر افغانستان بشپړ کنټرول ترلاسه کړي. خو مالي اتکا سیاسي نفوذ رامنځته کوي. بیجینګ په یوه ستراتیژیک مهم هېواد کې داسې اړیکې او نفوذ جوړوي چې ښایي د طالبانو د اوسني مشرتابه له پای ته رسېدو وروسته هم دوام وکړي.
د طالبانو ترڅنګ باید نورو سیاسي جریانونو ته هم پام وشي:
د امریکا په سیاست کې باید د طالبانو تر څنګ هغو سیاسي ځواکونو ته هم پام وشي چې په افغانستان کې حضور لري.
افغانستان د تجربهلرونکو سوداګرو، پخوانیو دولتي چارواکو او ځوان نسل کور دی؛ داسې کسان چې هم په هېواد کې او هم بهر ژوند کوي او د اقتصادي پرمختګ، فعالو دولتي بنسټونو او له نړۍ سره د رغنده اړیکو پر اهمیت پوهېږي.

د امریکا او متحدینو دوه لسیزو پانګونې د بشري وړتیاوو په وده کې مرسته کړې ده. دغه وړتیاوې لا هم د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه مهمه شتمني ده. د دغو کسانو ډېری هڅه کوي چې د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې یو سیاسي بدیل تنظیم کړي.
ما په دې وروستیو کې د افغانستان د ازادۍ غورځنګ (AFM) له عمومي منشي، الیاس فیضي غوریاني، سره ولیدل. نوموړی واشنګټن ته تللی و، څو د افغانستان د راتلونکي په اړه د خپل سازمان لیدلوری مطرح کړي.
د افغانستان د ازادۍ غورځنګ هڅه کوي چې د افغان سیاسي څېرو او مخالفو جریانونو ترمنځ د یوه ګډ سیاسي دریځ پر بنسټ همغږي رامنځته کړي. دغه ګډ دریځ پر مشروع حکومتولۍ، اقتصادي فرصتونو او د طالبانو له واکمنۍ هاخوا پر یوه راتلونکي تمرکز لري.
زموږ خبرې لومړنۍ وې. زه په بشپړ ډول د افغانستان په چارو کې د امریکا د بیا ښکېلتیا په اړه د امریکایانو اندېښنې درک کوم؛ خو ما له دې فرصت څخه هرکلی وکړ چې واورم د غوریاني غورځنګ څنګه غواړي خپلې موخې په یوه عملي سیاسي پروګرام بدلې کړي.
د دغه غورځنګ ټینګار پر افغان مشرتابه او د یوه پراخ ائتلاف پر جوړولو دی. دا داسې مهمې پوښتنې راپورته کوي چې د لا څېړنې او ارزونې وړ دي.
د افغانستان د ازادۍ غورځنګ بریا، لکه د هر نوي سیاسي حرکت په څېر، په دې پورې تړلې ده چې څومره کولای شي په افغانستان کې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي، د بېلابېلو ګټو لرونکې ټولنې سره یو موټی کړي او دا ثابته کړي چې د حکومتولۍ لپاره یو باوري بدیل وړاندې کولای شي.
دا سخت، خو اړین معیارونه دي:
واشنګټن باید له هغو باوري افغان سیاسي څېرو سره اړیکې ټینګې کړي چې د طالبانو د واکمنۍ لپاره د یوه مشروع بدیل په لټه کې دي. امریکا باید د دغو سیاسي جریانونو مشرتابه او د ملاتړ د ترلاسه کولو وړتیا وارزوي او په ورته وخت کې د ډیپلوماټیکو، اقتصادي او مالي ابزارو له لارې پر طالبانو فشار وساتي.

دا په دې معنا نه ده چې امریکایي ځواکونه دې بېرته افغانستان ته واستول شي، د ملت جوړونې نوی ماموریت دې پیل شي یا دې له مالیه ورکوونکو څخه د نوې مالي ژمنې غوښتنه وشي.
موږ دوه لسیزې وخت ولید چې د امریکا د پوځي ځواک محدودیتونه څه دي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې په یوه هېواد کې سیاسي راتلونکی د خلکو له مشروع ملاتړ څخه برخمن نه وي. په افغانستان کې هر ډول دوامدار بدلون باید پخپله د افغانانو له لوري رامنځته شي.
یو باثباته افغانستان چې مشروع حکومت، د باور وړ سوداګریز بنسټونه او له ګاونډیو هېوادونو سره رغنده اړیکې ولري، کولای شي د امریکایي شرکتونو لپاره فرصتونه برابر کړي او د سیمې له امنیت سره مرسته وکړي؛ په دې کې د ایران له شخړې سره د مقابلې او د هغې د حل په برخه کې مرسته هم شامله ده.
د افغانستان معدني سرچینې کولای شي د نړۍ د اکمالاتي ځنځیرونو د تنوع یوه برخه وګرځي او د مهمو منرالونو په برخه کې د امریکا او متحدینو پر چین اتکا راکمه کړي.

دا ټول بدلونونه په چټکۍ نه شي رامنځته کېدای. په افغانستان کې ژور اختلافات شته او پرمختګ به کلونه وخت ونیسي. دغه ستونزې د بېپامۍ پر ځای له احتیاط او سنجول شوې ښکېلتیا څخه ملاتړ کوي.
د ۲۰۲۰ کال د دوحې هوکړې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکایي ځواکونو د وتلو چوکاټ برابر کړ. خو په دې هوکړه کې هېڅکله دا پرېکړه نه وه شوې چې افغانستان دې د امریکا د امنیتي یا اقتصادي ګټو لپاره خپل اهمیت له لاسه ورکړی وي.

چین د افغانستان د راتلونکي په اړه خپلې محاسبې کوي؛ متحده ایالات هم باید خپلې محاسبې وکړي.


