اروپايي ټولنې افغانستان ته ۱۲ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې

0
38

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د روغتیايي، تغذیوي او د څښاک د پاکو اوبو د خدمتونو لپاره ۱۲ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

د دې مرستې له لارې به د افغانستان په سوېلي او سوېل‌لوېدیځو ولایتونو کې له ۳۴۷ زرو ډېرو کسانو ته اساسي روغتیايي، تغذیوي او د اوبو خدمتونه وړاندې شي.

دغه پروژه د کندهار، زابل، اروزګان، هلمند، فراه او نیمروز په ۲۸ ولسوالیو کې پلي کېږي او د ۲۰۲۶ کال د جون له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۰۲۷ کال د مې تر ۳۱مې پورې به دوام وکړي.

د اروپايي ټولنې په وینا، د پروژې له خدمتونو څخه به نږدې ۱.۲۷ میلیونه نور کسان په غیرمستقیم ډول هم ګټه واخلي.

همداراز، د ناروغیو د خپرېدو، اقلیمي پېښو او بې‌ځایه کېدو پر مهال به ۳۹ زره او ۱۷۵ کسانو ته بېړنۍ مرستې برابرې شي.

د دې پروګرام پلي کول د «انټرسوس» نړیوال سازمان له لوري، د «سولیداریتې نړیوال» او «ډاکټرانو نړۍ» په همکارۍ ترسره کېږي.

اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې ماشومان، امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې، معلولیت لرونکي کسان او په لرې پرتو سیمو کې مېشتې کورنۍ د اساسي خدمتونو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دي.

د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ