د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ په اړه په یوه مقاله کې ویلي، چې پاکستاني پوځي او استخباراتي چارواکو په وروستیو میاشتو کې د طالبانو حکومت د مخالفو وسلهوالو ډلو له مشرانو سره د احتمالي ملاتړ په اړه کتنې کړې دي.
د ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه معلومات د پاکستان د استخباراتو د یوه چارواکي، د ملي امنیت د یوه پخواني چارواکي او د طالبانو حکومت د یوې مخالفې وسلهوالې ډلې د یوه لوړپوړي افغان غړي له قوله خپاره شوي دي.
په راپور کې د دغو سرچینو نومونه نه دي یاد شوي.
ورځپاڼه زیاتوي چې د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ د روان کړکېچ په ترڅ کې د ملکي وګړو مرګژوبله هم زیاته شوې ده.
د راپور له مخې، د فبرورۍ په میاشت کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر وړاندې د جګړې له اعلان وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې او بریدونه شدت موندلی او لږ تر لږه ۱۱۰۰ افغان ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د سرحدي امنیت، د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو او د یو بل پر وړاندې د تورونو له امله ترینګلې شوې دي.
پاکستان ادعا کوي چې له افغان خاورې څخه د دغه هېواد پر ضد بریدونه تنظیمېږي، خو د طالبانو حکومت چارواکو د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د وسلهوالو فعالیتونو ملاتړ رد کړی دی.


