د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وايي، مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د سیاسي او ډیپلوماټیک حل ملاتړ کوي او که دواړه لوري لېوالتیا وښيي، چمتو دی چې د کړکېچ د کمولو لپاره همکاري وکړي.
زاخارووا په یوه خبري غونډه کې ټینګار کړی، چې د اختلافاتو د حل لپاره باید له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو کار واخیستل شي.
هغې ویلي، روسیه چمتو ده د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو په برخه کې مرسته وکړي، خو دا همکاري د کابل او اسلاماباد په غوښتنې پورې تړلې ده.
هغې همداراز ویلي، چې روسیه غواړي له افغانستان سره خپلې همکارۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د نشهيي توکو د قاچاق د مخنیوي او د امنیت د ټینګښت په برخو کې پراخې کړي.
د زاخارووا په وینا، د سیمې له امنیتي ګواښونو سره مبارزه ګډو هڅو او د اړوندو هېوادونو ترمنځ رغنده همکارۍ ته اړتیا لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د مسکو او کابل ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون ته هم اشاره کړې، چې د روان کال په مې میاشت کې په مسکو کې لاسلیک شوی و.
هغې ویلي، دغه تړون د افغانستان د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ظرفیت لوړولو په موخه لاسلیک شوی دی.


