
د پاکستان د درملو صادرات په ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال کې نږدې ۲۶ سلنه راکم شوي او ارزښت یې له ۴۵۷.۴ میلیونه ډالرو څخه ۳۱۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.
د پاکستان د درملو د صنعت استازي وايي، له افغانستان سره د سوداګرۍ ټکني کېدل د دغه کمښت له مهمو لاملونو څخه دي.
د پاکستان د احصایې ادارې د شمېرو له مخې، په یاد مالي کال کې د درملو د صادراتو حجم هم له ۱۱۲ زره او ۵۱۷ ټنو څخه ۸۳ زره او ۱۰۴ ټنو ته راټیټ شوی دی.

د صادراتو د کمېدو لړۍ د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال په لومړۍ ربع کې هم دوام درلود.
د شمېرو له مخې، د روان مالي کال په جولای، اګست او سپټمبر میاشتو کې د پاکستان د درملو صادرات ۲۵.۵۳ سلنه کم شوي او ارزښت یې له ۹۸.۴ میلیونه ډالرو څخه ۷۳.۳ میلیونه ډالرو ته راښکته شوی دی.
افغانستان پخوا د پاکستاني درملو له مهمو بازارونو څخه و.
د پاکستان د سوداګرۍ پراختیا ادارې د معلوماتو له مخې، دغه هېواد په ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال کې افغانستان ته د ۱۵۵.۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت درمل صادر کړي وو، چې د پاکستان د ټولو درملو د صادراتو ۳۴.۱ سلنه جوړوي.
د پاکستان د درمل جوړوونکو ټولنې پخواني مشر توقیرالحق ویلي، له افغانستان سره د سوداګرۍ ځنډ د پاکستان د درمل جوړونې شرکتونو او د دغه هېواد خزانې ته مالي زیانونه اړولي دي.

د نوموړي په وینا، د سوداګرۍ محدودیتونو افغان ناروغان هم اغېزمن کړي او ځینې یې اړ شوي چې د پاکستاني درملو پر ځای له نورو بازارونو څخه ګران بیه بدیل درمل وکاروي.
توقیرالحق زیاته کړې، چې د پاکستان د درمل جوړوونکو ټولنې دغه ستونزه له چارواکو سره شریکه کړې وه او د دغه هېواد د پلان جوړونې وزیر احسن اقبال د درملو د صادراتو د بیا پیل لپاره د اړوندو ادارو سره د خبرو ژمنه کړې وه؛ خو تر اوسه په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

