ټاپي پروژه؛ ترکمنستان وايي د افغانستان له لارې د ګازو لېږد سږکال پیلېږي

0
47

ترکمنستان وايي، د ټاپي د ګازو نللیکې له لارې به د افغانستان په خاوره کې د ګازو لېږد په روان ۲۰۲۶ کال کې پیل کړي.

د ترکمن‌ګاز دولتي شرکت مشر مقصد بابایف ویلي، د سرحداباد او هرات ترمنځ د نللیکې د جوړولو چارې روانې دي او پروژه د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې پر مخ ځي.

نوموړي دا څرګندونې په عشق‌اباد کې د تېلو او ګازو د «او جي ټي ۲۰۲۶» نړیوال کنفرانس پر مهال کړې دي.

د معلوماتو له مخې، تر اوسه د ټاپي نللیکې له ۱۲۰ کیلومترو زیاته برخه د افغانستان په خاوره کې غځول شوې او د نورو برخو لپاره هم د جوړولو چارې روانې دي.

بابایف وايي، ټاپي نللیکه به په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب طبیعي ګازو د لېږد ظرفیت ولري او د انرژۍ ترڅنګ به د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ اقتصادي همکاریو ته هم زمینه برابره کړي.

د ترکمن‌ګاز مشر د ګازو د سرچینو په اړه هم ویلي، چې د ګالکینیش، ګاراکل او یاشلار زېرمې په ګډه شاوخوا ۲۷.۴ ټریلیون متر مکعبه ګاز لري.

د ترکمنستان چارواکي وايي، هېواد یې غواړي د ګازو د صادراتو لارې متنوع کړي او د ختیځ، لوېدیځ او جنوبي بازارونو پر لور د ګازو لېږد پراخ کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ