امریکا له سعودي عربستانه د ځینو دیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د وتلو امر کړی

0
40

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په سعودي عربستان کې خپلو ځینو غیرضروري دولتي کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو ته له دغه هېواده د وتلو امر کړی دی.

د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه په سعودي عربستان کې د امنیتي اندېښنو او د یمن د حوثي ډلې له لوري د بریدونو د زیاتېدو له امله شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ټامي پیګوټ، ویلي چې حوثي ډلې پر سعودي عربستان بریدونه زیات کړي، چې په کې پر ملکي هوايي ډګرونو او مهمو تاسیساتو بریدونه هم شامل دي.

د نوموړي په وینا، دغو بریدونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې او د تګ راتګ په برخه کې یې ستونزې رامنځته کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د امریکايي دولتي کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کول د دغه وزارت لومړیتوب دی او د هغوی د ساتنې لپاره به اړین اقدامات ترسره کړي.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې په سعودي عربستان کې پر هوايي ډګر او د تېلو پر تاسیساتو په وروستیو بریدونو کې کسان ووژل شول او لس نور ټپیان شول.

د امریکا سفارت هم په ریاض کې د احتمالي نورو بریدونو په اړه امنیتي خبرداری خپور کړی دی.

که څه هم ځینو راپورونو د خلیج په نورو هېوادونو کې د امریکايي ماموریتونو د کارکوونکو د کورنیو د ایستلو احتمال هم یاد کړی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د رسمي وتلو امر یوازې په سعودي عربستان کې غیرضروري دولتي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ رانغاړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ