د ایران د سپاه پاسداران ویاند، حسین محبي، ویلي چې د سیمې هېوادونه به بالاخره دې پایلې ته ورسېږي چې په خپلو خاورو کې د امریکا پوځي اډې د دوی امنیت نه شي تضمینولای، بلکې امنیتي خطرونه یې لا زیاتولای شي.
محبي ویلي، د مکې تړون ښيي چې د سیمې هېوادونه په دې پوه شوي چې له بهرنیو قدرتونو سره امنیتي تړونونه د دوی ګټې نه شي خوندي کولای او په وینا یې له همدې امله باید د سیمهییزې همکارۍ پر لور حرکت وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې ایران له سیمهییزو هېوادونو سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او د سیمې امنیت یې له یو بل سره تړلی بللی دی.
هغه ویلي: «که سیمه د ایران لپاره ناامنه وي، ایا د نورو هېوادونو لپاره به خوندي پاتې شي؟ هېڅکله نه.»
د سپاه پاسداران ویاند له سیمهییزو هېوادونو غوښتي چې د خپل امنیت د تأمین مسؤلیت پر غاړه واخلي او زیاته کړې یې ده چې ایران چمتو دی، له دغو هېوادونو سره د ګډو امنیتي تړونونو د لاسلیک او د سیمهییزې همکارۍ له لارې د امنیت د ټینګښت لپاره همکاري وکړي.


