پاکستان: د افغانستان په اړه له روسیې سره خبرو ته ارزښت ورکوو

0
50

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي، هېواد یې له روسیې سره د افغانستان او سیمه‌ییز امنیت په اړه خبرو ته ارزښت ورکوي او د مسکو له لوري د هر ډول رښتینې هڅې هرکلی کوي.

نوموړي په اوونیزه خبري ناسته کې ویلي، روسیه په سیمه کې مهم رول لري او پاکستان له افغانستان سره، د روسیې په ګډون د نورو هېوادونو له لارې، له خبرو اترو ډډه نه کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې روسیې د روانې میاشتې په پنځمه په مسکو کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه جوړه کړه؛ خو د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو له امله د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه خپره نه شوه.

د طالبانو حکومت په اعلامیه کې د افغانستان د ترهګرۍ په تړاو د تکراري یادونې مخالفت کړی و.

د پاکستان ویاند ویلي، هېواد یې غواړي د خپلو امنیتي اندېښنو د حل لپاره داسې د تایید وړ میکانېزم رامنځته شي چې د پاکستان په وینا، د افغان خاورې له لارې د دغه هېواد پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو د درېدلو ضمانت وکړي.

خو د طالبانو حکومت تر دې وړاندې د پاکستان هغه ادعاوې په کلکه رد کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کارول کېږي.

په همدې حال کې، روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د منځګړیتوب چمتووالی هم ښودلی او دوه ورځې وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو استخباراتو مشر افغانستان ته راغلی و او د طالبانو حکومت له استخباراتي چارواکو سره یې لېدلي وو.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ