د روسیې د مرستیال لومړي وزیر په مشرۍ یو پلاوی کابل ته سفر کوي

0
78

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د دغه هېواد د مرستیال لومړي وزیر الکسي لوګوینوویچ په مشرۍ به یو روسی پلاوی کابل ته سفر وکړي.

ضمیر کابلوف د دغه سفر دقیقه نېټه نه ده اعلان کړې.

کابلوف دغه څرګندونې تېره ورځ د شانګهای د همکارۍ سازمان په یوه غونډه کې کړې دي.

تر اوسه د کابل ته د دغه پلاوي د سفر د موخو او له طالب چارواکو سره د احتمالي لیدنو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې کابل ته د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر هم سفر کړی و د طالبانو حکومت له استخباراتي چارواکو سره یې لېدلي وو.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ