د بریتانیا په بریسټول ښار کې یوې ۱۷ کلنې نجلۍ سره د جنسي تېري او جنسي ځورونې په قضیه کې څلور افغان وګړي په بند محکوم شوي دي.
د ډیلي مېل د راپور له مخې، ۲۱ کلن مهراب صافی په ۱۵ کاله بند، ۱۹ کلن سلمان حبیبخېل او ۱۹ کلن اول احمدزی هر یو په ۹ کاله بند محکوم شوي دي.
یو بل ۱۷ کلن تورن، چې د عمر له امله یې هویت نه دی افشا شوی، په درې کاله بند محکوم شوی دی.
د راپور له مخې، پېښه د تېر کال په نومبر کې شوې وه.
محکمې ویلي، نجلۍ په بریسټول کې یوه کور ته له انتقالېدو او د الکولي مشروباتو له څښلو وروسته د جنسي تېري او تعرض قرباني شوې ده.
پولیسو ۱۷ کلن تورن په هماغه ځای کې نیولی و، خو درې نور تورن کسان له سیمې تښتېدلي وو.
د راپور له مخې، هغوی د یوې لارۍ په شا کې ځانونه پټ کړي او له بریتانیا څخه فرانسې ته تللي وو، خو وروسته د فرانسې پولیسو د کاله په ښار کې وموندل او بېرته بریتانیا ته وسپارل شول.
د محکمې قاضي ویلي، قرباني د پېښې پر مهال په زیانمن حالت کې وه او دې پېښې د هغې پر ژوند ژوره اغېزه کړې ده.


