ګوترېش: له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدل باید په خوندي او باعزته ډول ترسره شي

0
42

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په اسلام‌اباد کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، ملګري ملتونه له پاکستان سره د کډوالو د حقونو او د هغوی د ساتنې د اصولو د رعایت په برخه کې همکارۍ ته ژمن دي.

ګوترېش ټینګار کړی چې له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنول باید په خپله خوښه، خوندي او له انساني کرامت سره سم ترسره شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، د کډوالو د بېرته ستنېدو په بهیر کې باید د هغوی خوندیتوب او اساسي حقونه په پام کې ونیول شي او له داسې اقداماتو ډډه وشي چې د هغوی ژوند یا خوندیتوب له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړي همداراز د افغان کډوالو په کوربه‌توب کې د پاکستان د اوږدمهاله رول یادونه کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد له څو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغانانو کوربه پاتې شوی چې د جګړو او بې‌ثباتۍ له امله له خپل هېواد څخه وتلو ته اړ شوي دي.

ګوترېش ټینګار کړی چې د کډوالو د راتلونکي په اړه باید د هغوی خوندیتوب، کرامت او رضاکارانه پرېکړې اساسي اصل وي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ