په فرانسه کې د زده‌کوونکو اعتراضونه درېیمې اوونۍ ته وغځېدل

0
41

په فرانسه کې د ښوونځیو د زده‌کوونکو اعتراضونه درېیمې اوونۍ ته غځېدلي او د ښوونکو د کمښت، د ښوونځیو د خراب وضعیت او د درسي امکاناتو د کموالي پر وړاندې لسګونه زره کسان لارو کوڅو ته راوتلي دي.

اعتراضونه د سپټمبر په ۲۱مه په پاریس کې پیل شوي او وروسته د هېواد نورو ښارونو ته غځېدلي دي.

د چارواکو په وینا، تر اوسه له ۶ زره ډېر کسان نیول شوي چې ډېری یې کم‌عمره دي، شاوخوا ۱۹۰ زده‌کوونکي ټپیان شوي او ۲۴ ښوونځي سوځول شوي یا زیانمن شوي دي.

د بشري حقونو ډلو د کم‌عمره اعتراض کوونکو پر وړاندې د پولیسو د زور کارول غندلي، خو د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د پولیسو غبرګون په نږدې ټولو مواردو کې متناسب و.

اعتراض کوونکي د ښوونځیو د شرایطو د ښه کېدو، د ښوونکو د کمښت د حل او د زده‌کوونکو لپاره د لا مناسبو امکاناتو غوښتنه کوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ