په اسلاماباد کې د پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي د احتمالي لاریونونو له اعلان وروسته، د پاکستان حکومت امنیتي تدابیر سخت کړي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د ښار پر مهمو لارو له سلو ډېر کانتینرونه اېښودل شوي او د لارو د تړلو لپاره د نورو کانتینرونو د ځای پر ځای کولو لړۍ هم روانه ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، دی په شخصي توګه د کانتینرونو له لارې د لارو له تړلو سره موافق نه دی؛ خو امنیتي ځواکونه د اړتیا پر مهال کولای شي د اسلاماباد د امنیت لپاره له دې اقدامه کار واخلي.
نقوي ویلي، د اسلاماباد عالي محکمې له حکم وروسته د لاریون کوونکو پر مخ د پلازمېنې د ننوتلو اجازه نشته او د حکم سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.
بلخوا، فدرالي حکومت له پنجاب، سند او بلوچستان څخه د شاوخوا ۲۳ زره او ۵۰۰ پولیسو د اسلاماباد د لېږلو غوښتنه کړې، چې د دولتي ودانیو، حساسو سیمو، ترافیکو او احتمالي بېړنیو حالاتو د مدیریت لپاره به وګومارل شي.


