په کوهاټ کې د پولیسو پر مرکز برید؛ د وژل شویو شمېر ۳۱ ته لوړ شو

0
80

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د کوهاټ ښار پر پولیسو مرکز د چاودنې او وسله‌وال برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس د یوه لوړپوړي پولیس چارواکي له قوله ویلي، په وژل شویو کې ۱۶ پولیس شامل دي او له ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د چارواکي په وینا، دغه وسله واله نښته له شل ساعته محاصرې وروسته پای ته رسېدلې ده.

د «اتحاد المجاهدین پاکستان» په نوم یوې وسله‌والې ډلې، چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي له یوې څانګې سره تړاو لري، د برید مسوولیت منلی دی.

پولیس وايي، برید د جمعې په ورځ د کوهاټ د زاړه پولیس لاین په ودانۍ کې د چاودنې او وسله‌والو په ننوتلو پیل شوی و.

دغه مرکز د ترهګرۍ ضد څانګې او د پولیسو د نورو مهمو ادارو دفترونه هم لري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ