ګوترېش: د مصنوعي ځیرکتیا د خطرونو مخنیوي لپاره نړیوالې همغږۍ ته اړتیا ده

0
17
UN Secretary General Antonio Guterres speaks with Reuters Editor-in-Chief Alessandra Galloni during the Reuters NEXT conference, in New York City, New York, U.S., December 3, 2025. REUTERS/Brendan McDermid

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د مصنوعي ځیرکتیا د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره د نړۍ د هېوادونو د ګډو هڅو غوښتنه کړې ده.

ګوترېش ویلي، که څه هم د مصنوعي ځیرکتیا د تنظیم لپاره د هېوادونو ملي اقدامات مهم دي، خو د دې ټکنالوژۍ احتمالي خطرونه له ملي پولو اوړي او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري.

هغه په ورته وخت کې ویلي چې مصنوعي ځیرکتیا د روغتیا، زده‌کړو، د انسانانو د ژوند د ښه والي او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پام وړ ظرفیت لري؛ خو د دې ټکنالوژۍ د پرمختګ سرعت د انسانانو د احتمالي خطرونو د درک له وړتیا څخه مخکې روان دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر فولکر تورک او د مصنوعي ځیرکتیا مخکښ ساینسپوه یوشوا بنجیو هم د دې ټکنالوژۍ د احتمالي خطرونو په اړه اندېښنه ښودلې او د خوندي پرمختګ لپاره یې د نړیوالو اصولو او تضمینونو غوښتنه کړې ده.

بنجیو وړاندیز کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا د کنټرول لپاره دې د اتومي وسلو د کنټرول تړونونو په څېر نړیوال میکانیزمونه رامنځته شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ