سراج الدین حقاني د قطر د ملي امنیت شورا له مرستیال سره وکتل

0
21

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د قطر د ملي امنیت شورا د مرستیال او ورسره مل پلاوي سره لیدلي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د ښو اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

دواړو لورو همداراز د نړیوالې ټولنې په چوکاټ کې د افغانستان پر مثبت تعامل او رغنده رول او د کابل او دوحې ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا بحث کړی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ