المان ۱۳ افغانان چې په دغه هېواد کې د پاتې کېدو قانوني شرایط یې نه درلودل، د چارټر الوتکې له لارې کابل ته شړلي دي.
د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له شړل شویو کسانو ټولو په آلمان کې بېلابېل جرمونه ترسره کړي وو.
د راپورونو له مخې، دا کسان د سهشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۱۵مه، له آلمان څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
په همدې حال کې، د جرمني د اوسني ائتلافي حکومت له پیل راهیسې تر دې دمه ټولټال ۲۶۳ افغانان له دغه هېواد څخه افغانستان ته شړل شوي دي.


