رویټرز: د ایران اقتصادي کړکېچ زرګونه افغانې کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنوي

0
26
Afghan nationals carrying their belongings walk after crossing the border from Iran at the Islam Qala border crossing in Herat province, Afghanistan, September 3, 2026. REUTERS/Sayed Hassib

رویټرز راپور ورکړی چې په ایران کې د اقتصادي کړکېچ او د توکو د بیو د چټک لوړېدو له امله زرګونه افغانان بېرته افغانستان ته ستنېږي.

د ایران د احصایې مرکز د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې د مصرفي توکو بیې د تېر کال پرتله نږدې ۹۰ سلنه لوړې شوې او د خوراکي توکو بیې شاوخوا ۱۳۰ سلنه زیاتې شوې دي.

رویټرز وايي، په هرات کې د اسلام‌قلعه له لارې هره ورځ لږ تر لږه له ۲۰ تر ۴۰ افغانې کورنۍ، چې ښځې او نجونې هم پکې شاملې دي، په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي.

د راپور له مخې، په تېرو دوو کلونو کې له دوو میلیونو ډېر افغانان له ایران څخه وتلي؛ خو ډېری یې د ایراني چارواکو له خوا ایستل شوي یا د وتلو لپاره تر فشار لاندې راغلي دي.

رویټرز د هغو افغانو کورنیو له قوله چې تازه افغانستان ته ستنې شوې دي، وايي، ځینې کورنۍ له ایران څخه نږدې تش لاس راستانه شوې او خپلې سپماوې یې د ایراني ریال د ارزښت د کمېدو او د بیو د لوړېدو له امله له لاسه ورکړې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ