د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن پنجشنبه د هند پر وړاندې د درې شلاوریزو سیالیو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې ډګر ته وځي.
دا سیالي به د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د هند په کوربهتوب ترسره شي.
افغان لوبډله داسې مهال له هند سره مخ کېږي چې د دې لړۍ په لومړیو دوو لوبو کې یې له هند څخه ماتې خوړلې دي.


