د ترکیې استخباراتي مشر له طالب چارواکو سره تر لیدنې وروسته بیرته انقرې ته ستون شوی

0
30

د ترکیې استخباراتي مشر له لوړپوړو طالب چارواکو سره کتلي دي.

د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو حکومت له لوړپوړو چارواکو، د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني، دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره لیدلي دي.

د ترکیې د انادولو خبري اژانس په وینا، په دغو لیدنو کې د امنیتي او استخباراتي همکاریو، د افغانستان او پاکستان د اړیکو او سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه خبرې شوې دي.

یوې طالب سرچینې هم ایلم نیوز ته ومنله چې امنیت او پاکستان سره اړیکې د بحث اساسي محور وو.

کالن له سفر وروسته بېرته ترکیې ته ستون شوی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ