د مکې مکرمې ته څېرمه د ډرون برید د هڅې په اړه د خپرو شویو راپورونو په غبرګون کې، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ژوره اندېښنه ښودلې او د حرمینو شریفینو پر لور هر ډول اقدام یې، چې د دغو سپېڅلو ځایونو امنیت او حرمت ته ګواښ پېښوي، «نه بښونکی جنایت» بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، حرمین شریفین د اسلامي امت ګډ سپېڅلي او د درناوي وړ مقدسات دي او امنیت، حرمت او تقدس یې باید له هر ډول شخړې، تاوتریخوالي او پوځي اقداماتو خوندي وساتل شي.
د وزارت په وینا، د دغو سپېڅلو ځایونو پر لور هر ډول ګواښ د مسلمانانو احساسات راپاروي او په سیمه کې د لا زیاتې بېثباتۍ لامل کېدای شي.


