کابل؛د ترکیې استخباراتي مشر د طالبانو له درېیو مهمو امنیتي چارواکو سره پر جلا ناستو خبرې کړي

0
33

د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د امنیتي او دفاعي برخو له درېیو لوړپوړو چارواکو، سراج الدین حقاني، ملا یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق سره جلا جلا ناستې کړي دي.

د معلوماتو له مخې، د دغو لیدنو محور د افغانستان او ترکیې ترمنځ د امنیتي او نورو همکاریو پراختیا او د سیمې پر روانو وضعیتونو خبرې وې.

د راپورونو له مخې، د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال منشي حمد خمیس الکبیسي او د ترکې د استخباراتو دغه مشر ابراهیم کالن به په خپل سفر کې کندهار ته هم سفر وکړي او د طالبانو حکومت له مشر هبت الله اخوندزاذه سره به هم وویني.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ