آریانا افغان هوایي شرکت د کابل او استانبول ترمنځ د کارګو خدمتونه پیل کړل

0
42

آریانا افغان هوايي شرکت د کابل او استانبول ترمنځ د کارګو یا هوایي بار لېږد خدمتونه پیل کړي دي.

د طالبانو حکومت د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې خدمتونو له لارې به سوداګر وکولای شي خپل سوداګریز توکي له کابل څخه استانبول او له استانبول څخه کابل ته ولېږدوي.

د خبرپاڼې له مخې، سوداګر کولای شي د آریانا افغان هوايي شرکت د کارګو څانګې د وېب‌پاڼې له لارې د خپلو توکو د لېږد چارې تنظیم کړي.

دغه خدمتونه د چټک، اسانه او ارزانه لېږد په موخه وړاندې کېږي.

د یاد ریاست په وینا، د دې خدمتونو پیل به د سوداګرو د اړتیاوو په پوره کولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او د صادراتو او وارداتو په اسانتیا کې مرسته وکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ