په جوزجان کې د اوبو ژور بحران؛بزګران د څاه‌ګانو د ژورولو لپاره څاروي پلوري او ځمکې له کرلو باسي

0
44

په جوزجان کې د اوبو کمښت د بزګرانو ژوند او کرنیز فعالیتونه له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

د دغه ولایت په شبرغان ښار پورې اړوندو کوه‌ګنبد او غوره کلیو کې بزګران وايي، هغه څاه‌ګانې چې پخوا یې په ۳۰ تر ۴۰ مترو ژوروالي کې اوبه ورکولې، اوس د اوبو موندلو لپاره باید تر ۷۰ او ان ۸۰ مترو پورې وکیندل شي.

د بزګرانو په وینا، د څاه‌ګانو د ژورولو لګښتونه دومره لوړ شوي، چې ځینې یې د دې کار لپاره خپل څاروي پلوري، پورونه اخلي او یا د کرنیزو ځمکو یوه برخه له کرلو باسي.

د راپور له مخې، د اوبو کمښت د کرنیزو محصولاتو کچه هم راټیټه کړې ده.

دغه وضعیت د مالدارۍ پر سکتور هم اغېز کړی دی.

ځینې مالداران د څارویو د خوراکي توکو د کمښت له امله خپلې رمې پلوري؛ یو بزګر وايي، له څلورو شیدې ورکوونکو غواوو یې یوازې یوه ورته پاتې ده.

د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبرداری ورکوي، چې د ځمکې لاندې اوبو بې‌رویه ایستل د اوبو کچه ټیټوي او د څاه‌ګانو د وچېدو، د اوبو د مالګین کېدو او د کرنیزو حاصلاتو د کمېدو خطر زیاتوي.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال د ولایت شاوخوا ۱۵ سلنه بزګران د کرنیزو اوبو له کمښت سره مخ شوي دي.

د راپور د څېړنو له مخې، د دې بحران اصلي لاملونه د سطحي اوبو کمښت، د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل او د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو د پمپونو بې‌رویه کارول دي.

د جوزجان د سیندیزې حوزې تخنیکي سلاکار غلام‌سخي بیک وايي، د دغه ولایت د اوبو ډېره برخه له بلخ او سرپل ولایتونو څخه سرچینه اخلي او جوزجان د دغو ولایتونو په لاندې برخه کې پروت دی؛ له همدې امله په اوړي کې د کانالونو اوبه کمېږي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان هم په خپله اقلیمي ارزونه کې جوزجان د افغانستان له هغو ولایتونو ګڼلی، چې د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ دي.

د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې له ۱۱ میلیونو ډېر کسان د اقلیمي خطرونو له لوړ ګواښ سره مخ دي.

کارپوهان د دې بحران د مهار لپاره د اوبو سپما، د څاڅکي اوبه‌خورۍ پراختیا، د باراني اوبو زېرمه کول او د څاه‌ګانو د کیندلو او اوبو ایستلو د بهیر تنظیمول اړین بولي.

د راپور په پای کې ټینګار شوی، چې په جوزجان کې د اوبو ستونزه یوازې د یوه کال د کم اورښت پایله نه ده، بلکې د اوبو د سرچینو د کمېدو او ناسم مدیریت له امله په یوه اوږدمهاله بحران بدله شوې ده؛ که د مخنیوي لپاره یې عملي اقدامات ونه شي، د کرنې، مالدارۍ او کلیوالي ژوند د لا زیاتو زیانونو احتمال شته.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ