د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د عراق د مرکزي حکومت او د کردستان سیمهییزې ادارې ترمنځ د روانو اختلافونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
خلیلزاد پر دواړو لورو غږ کړی، چې د تاوتریخوالي او بېثباتۍ د مخنیوي لپاره له داسې اقداماتو ډډه وکړي، چې کړکېچ نور هم پراخوي.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د سرحدي دروازو او د تېلو د یوې زیرمې د کنټرول پر سر اختلافونه نه یوازې د عراق، بلکې د سیمې او امریکا ګټې هم له ګواښ سره مخ کولای شي.
هغه ټینګار کړی، چې بغداد او اربیل باید خپلې لانجې د عراق د اساسي قانون په چوکاټ کې حل کړي او زیاته کړې یې ده، چې امریکا کولای شي د دواړو لورو ترمنځ د ګډو مسؤلیتونو د عملي کولو لپاره د یوه ګډې لارې نقشې په جوړولو کې مرسته وکړي.


