امریکا اوکراین ته د ۶۲۲ میلیون ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د پلور هوکړه کړې

0
40

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوکراین ته د اف۱۶ جنګي الوتکو د ساتنې او تخنیکي ملاتړ لپاره د ۶۲۱.۹ میلیون ډالرو په ارزښت د اړینو تجهیزاتو د احتمالي پلور منظوري ورکړې ده.

د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دې معاملې مالي لګښت به د «جامپ‌سټارټ» په نوم د څو هېوادونو د ګډ پروګرام له لارې برابر شي، چې بلجیم، ډنمارک، هالنډ او ناروې هم پکې ونډه لري.

د اعلامیې له مخې، امریکا به د دې معاملې لپاره خپله بودجه نه ځانګړې کوي، بلکې مالي لګښت به یې یاد متحد هېوادونه پر غاړه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د دغو تجهیزاتو برابرول به د اوکراین د هوايي دفاع وړتیا پیاوړې او له اوسنیو او راتلونکو ګواښونو سره د مقابلې ظرفیت به یې لوړ کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ