د مادرید غونډې ته د افغانانو توند غبرګونونه؛منتقدان: دا “په فساد، قاچاق او قومي سوداګرۍ د ککړو پخوانیو څېرو د بیا راڅرګندېدو هڅه ده”

0
84

د مادرید په غونډه کې د یو شمېر پخوانیو افغان سیاسي څېرو او مدني فعالانو د راټولېدو او د پخوانۍ ولسي جرګې د غړې مریم سلیمانخېل له لوري د هغوی د «وطن‌پالو افغانانو» په توګه د ستاینې په غبرګون کې، د ټولنیزو رسنیو ګڼو افغان کاروونکو د غونډې پر ګډونوالو، سیاسي سابقې او د افغانستان د ژغورنې لپاره د هغوی پر ادعاوو سختې نیوکې کړې دي.

سلیمانخېل د غونډې د ګډونوالو ګډ انځور خپور کړی او لیکلي یې دي: «د وطن‌پالو افغانانو یوه ځلانده ډله د حللارې لپاره په ګډه کار کوي.» خو دې ستاینې د پخواني حکومت د دفاع وزارت د مرستیال تمیم عاصي توند غبرګون راپارولی دی.

عاصي د غونډې د ګډونوالو یوه برخه د «فساد، جاسوسۍ، قاچاق، قومي سوداګرۍ او سیاسي بې‌اعتبارۍ »په تورونو تورنه کړې او ویلي یې دي چې د پخواني جمهوریت د ځینو جنجالي څېرو شتون د طالبانو د واکمنۍ د دوام له عواملو څخه دی؛ ځکه د نوموړي په باور، خلک دا څېرې پېژني او پر بدیل یې باور نه لري.

هغه د غونډې د پایلو په اړه هم شک څرګند کړی او ویلي یې دي چې د عکسونو او کنفرانسونو له خپرولو پرته به یې پایله څه وي؟

بلخوا پخواني افغان ډیپلومات حکیم ناصري هم د غونډې پر ستاینې نیوکه کړې او د سلیمانخېل د وطن‌پالنې د تعبیر په وړاندې یې د افغانانو د سیاسي تجربو او د پخوانیو څېرو د سابقې موضوع راپورته کړې ده.

بل لور بیا، د ټولنیزو رسنیو فعالې زرکې مالیار د غونډې د ګډونوالو پر وطن‌پالنې ادعا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغه کسان چې د جمهوریت پر مهال یې د ملي هویت او تاریخ په اړه جنجالي دریځونه لرل او د فساد او شخصي ګټو په تورونو تورن دي، نن ځانونه د ملي ارزښتونو مدافعین معرفي کوي.

هغې ټینګار کړی چې وطن‌پالنه په شعارونو نه، بلکې د خلکو له ملي ګټو سره په چلند او سیاسي سابقه سنجول کېږي.

همداراز، د ټولنیزو رسنیو کارونکي رفیع احمدزي د دوه‌ګوني تابعیت لرونکو پخوانیو چارواکو پر سیاسي رول نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغانان نور داسې مشران نه غواړي چې د واک او شتمنۍ له ترلاسه کولو وروسته د بحران پر مهال هېواد پرېږدي.

هغه د غونډې د ګډونوالو پر قومي ترکیب او د هغوی پر سیاسي اعتبار هم پوښتنې راپورته کړې دي.

د مادرید غونډې په اړه د دغو غبرګونونو ګډ ټکی دا دی چې منتقدان د ګډونوالو له سیاسي سابقې، ملي استازولۍ او د افغانستان د راتلونکي لپاره له عملي طرحو حساب غواړي. د دوی اساسي پوښتنه دا ده چې ایا د پخوانیو سیاسي څېرو بیا راټولېدل د افغانستان د ژغورنې لپاره د باور وړ بدیل وړاندې کولای شي، که دا به هم د پخوانیو کنفرانسونو په څېر یوازې تر خبرو، عکسونو او اعلامیو محدود پاتې شي؟

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ