والسټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت د نړۍ په بېلابېلو سمندري سیمو کې د سوداګریزو بېړیو پر سایبري بریدونو کې د ایران او روسیې د احتمالي لاس لرلو په اړه څېړنې کوي.
د راپور له مخې، دغه بېړۍ د تېلو، اوبلن ګاز او چاودېدونکو کیمیاوي موادو د لېږد لپاره کارول کېدې او سایبري بریدونو یې د سمندري سوداګرۍ او د انرژۍ د زېربناوو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
والسټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو او باخبره سرچینو په حواله لیکلي، چې روسیه هم د دغو بریدونو د احتمالي عاملانو په توګه تر څېړنې لاندې ده.

خو امریکايي چارواکو ویلي، د ډونالډ ټرمپ ادارې تر اوسه داسې شواهد نه دي موندلي، چې په دغو بریدونو کې د ایران ښکېلتیا ثابته کړي.
د راپور له مخې، د بریدونو د عاملانو د پېژندلو په اړه څېړنې دوام لري او تر اوسه یې د مسوولیت په تړاو وروستۍ پایله نه ده اعلان شوې.
سمندري سوداګریزې بېړۍ د تګ راتګ، مخابراتو او بارونو د مدیریت لپاره پر ډیجیټلي سیستمونو تکیه کوي، چې د دغو سیستمونو پر وړاندې سایبري بریدونه د نړیوالو سوداګریزو لارو او د انرژۍ د لېږد بهیر له امنیت سره تړلې جدي اندېښنه بلل کېږي.


