
د امریکا د میشیګان ایالت منتخب ډیموکرات سناتور، عبدالسید، وايي چې واشنګټن باید د اسراییل او فلسطین په اړه په خپلو سیاستونو کې د ډیموکراسۍ، عدالت او مساوي حقونو اصولو ته لومړیتوب ورکړي.
نوموړي له اېن بي سي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، باید په پام کې ونیول شي چې فلسطینیان هم د هغو خلکو په ډله کې دي چې کورنۍ یې له نسلونو راهیسې په فلسطین کې ژوند کوي.
السید زیاته کړې، فلسطینیانو ته له کلونو راهیسې د خپلواک دولت د جوړېدو ژمنې ورکول شوې، خو په خبره یې، د اسراییل دولت خپلې سیمې پراخوي او امریکا یې ملاتړ کوي.
هغه ټینګار کړی چې امریکا باید تل ډیموکراسي تر هر څه پورته وګڼي او د فلسطینیانو او یهودي اسراییلیانو لپاره د برابر حقونو، سولې، کرامت او برخلیک ټاکلو حقونو ملاتړ وکړي.
نوموړي ویلي، د دغو اصولو غوښتنه د هېڅ یوې ډلې د مخالفت په معنا نه ده، بلکې موخه یې د ټولو خلکو د حقونو درناوی دی.

