
د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونو د دوام په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره د اسیا د ونډو بازارونه د دوشنبې په ورځ له سختې لوېدنې سره مخ شوي دي.
د راپورونو له مخې، د جنوبي کوریا د کوسپي شاخص ۵.۸ سلنه، د هانګکانګ هنګسنګ شاخص ۱.۸ سلنه او د چین د CSI 300 شاخص تر ۱.۳ سلنې ډېر راټیټ شوي دي.
د تایوان د ونډو بازار هم له کمښت سره مخ شوی دی.
دا کمښت وروسته له هغه رامنځته شوی چې د تېرې جمعې په ورځ د امریکا د S&P 500 شاخص ۳.۷ سلنه او د ټکنالوژۍ پر شرکتونو متمرکز Nasdaq شاخص ۵.۳ سلنه راټیټ شول.
شنونکي وايي، پانګهوال اندېښنه لري چې د ټکنالوژۍ ستر شرکتونه ښايي د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د څو ټریلیون ډالرو پانګونو د دوام وړتیا ونه لري.
د ګارټنر څېړنیز شرکت د اټکل له مخې، د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې نړیوالې پانګونې به په ۲۰۲۶ کال کې ۲.۷ ټریلیون ډالرو ته ورسېږي.
بلخوا، د جنوبي کوریا د سیميکانډکټرونو صادرات د نومبر په لومړیو ۲۰ ورځو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹۴.۴ سلنه زیات شوي دي.

