د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د تعامل په اړه د لارې نقشې پر جوړولو خبرې کړې دي

0
56

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د تماس وزیرانو ډلې نن یکشنبه د یوې مقدماتي تخنیکي ناستې په ترڅ کې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو او تعامل د تنظیم لپاره د لارې نقشې پر ارزونې او تصویب بحث کړی دی.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي بدلونونو او بشري وضعیت په اړه د سازمان دریځ او اړوند موضوعات څېړلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ناستې ګډونوالو د طالبانو حکومت له چارواکو سره د تعامل لپاره د یوه پړاویزه چوکاټ پر جوړولو هم خبرې کړې دي؛ داسې چوکاټ چې د افغانستان د خلکو د ګټو، ثبات او پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.

همداراز، په دې غونډه کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د اړوندو پرېکړه‌لیکونو د پلي کېدو لومړیتوبونه او د طالبانو له حکومت سره د ګډو موضوعاتو په اړه د مستقیمو او رغنده خبرو اترو پر لارو چارو هم بحث شوی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ