امریکا له کانګرس د هوايي ډګرونو د نوي کولو لپاره د ۳۰.۱ میلیارد ډالرو بودیجه غواړي

0
34

سپینې ماڼۍ او د امریکا د ترانسپورټ وزارت له کانګرس څخه غوښتي چې د دغه هېواد د زړو هوايي ډګرونو او هوايي ترافیکي کنټرول سیستم د نوي کولو لپاره ۳۰.۱ میلیارد ډالره اضافي بودیجه تصویب کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا په هوايي حریم کې په وروستیو کلونو کې یو شمېر پېښو د الوتنو بهیر ګډوډ کړی او د الوتنو خوندیتوب یې له خطر سره مخ کړی دی.

د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د رونالډ ریګن واشنګټن ملي هوايي ډګر ته نږدې د یوې مسافر وړونکې الوتکې او پوځي چورلکې د ټکر له امله ۶۷ کسان وژل شوي وو.

د امریکا کانګرس د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د هوايي ترافیکي کنټرول د سیستم د نوي کولو او د کنټرولرانو د ګمارنې لپاره د پنځو کلونو په موده کې ۱۲.۵ میلیارد ډالره بودیجه تصویب کړې وه.

د نوې غوښتل شوې بودیجې له ډلې ۱۰.۱ میلیارد ډالره د هوايي ترافیکي کنټرول د سیستم پر عصري کولو، دوه میلیارد ډالره د کنټرول برجونو پر بیارغونه او ۱۸ میلیارد ډالره د هوايي ډګرونو پر بېلابېلو پروژو، په ځانګړي ډول د زړو ترمینلونو پر نوي کولو لګول کېږي.

د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډافي او د سپینې ماڼۍ د بودیجې او مدیریت ادارې مشر راسل واوټ ویلي، دغه پانګونه د هېواد د هوايي حریم د عصري کولو او د الوتنو د خوندیتوب لپاره ډېره مهمه ده.

د راپور له مخې، د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې لا هم له څو لسیزو پخوانیو کمپیوټرونو او تخنیکي وسایلو کار اخلي.

دغې ادارې ویلي، تر ۲۰۲۸ کال پورې به په څه باندې ۴۰۰ هوايي ترافیکي مرکزونو کې د هوا پېژندنې او نورو مهمو معلوماتو لپاره کارېدونکي فلاپي ډیسکونه هم بدل کړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د سپټمبر په میاشت کې د فلاډلفیا د هوايي ترافیکي مرکز د برېښنايي شبکې د یوې برخې خرابېدو او په نیوجرسي کې د فایبر نوري کېبل پرې کېدو له امله د امریکا په ګڼ مېشتو شمال ختیځو سیمو کې زرګونه الوتنې ځنډېدلې یا لغوه شوې وې.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ