د پاکستان د پنجاب ایالت په فتحجنګ سیمه کې د ماشومانو ترمنځ یوه کوچنۍ شخړه د لویانو ترمنځ په وسلهواله نښته بدله شوې چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې د ماشومانو ترمنځ د شخړې له امله د دواړو لورو مشران سره مخامخ شول.
ویل کېږي، د دواړو لورو ترمنځ لومړی لفظي شخړه وشوه، خو وروسته نښته وسلهواله شوه او دواړو خواوو پر یو بل ډزې وکړې.
د پنجاب پولیسو ویلي، په ډزو کې درې کسان وژل شوي، خو بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلي دي.
پولیسو زیاته کړې، د پېښې د عاملانو د نیولو لپاره یې په سیمه کې پلټنې پیل کړې دي.


