د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د جاپان له سفیر کینیچي ماساموتو سره لیدلي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس پاڼه لیکلي، دواړو لوریو پر دوهاړخیزو اړیکو، امنیتي وضعیت او له نشهیي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او جاپان ترمنځ د اړیکو، د امنیتي وضعیت او د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د هڅو په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.
وزارت د دې لیدنې د نورو جزئیاتو او احتمالي هوکړو په اړه څه نه دي ویلي.


