ملا برادر، روسي پلاوي ته: روسي شرکتونه دې په افغانستان کې د کانونو، صنعت او زېربناوو په برخو کې پانګونه وکړي

0
48

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

ملا برادر ویلي، افغانستان غواړي د سوداګریزو اسانتیاوو او ګډو پانګونو په پراختیا سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم د اقتصادي ظرفیتونو له مخې تر ممکنه لوړې کچې ورسوي.

نوموړي روسي شرکتونه هڅولي چې له افغان شریکانو سره د کانونو د استخراج، صنعتي فابریکو، زېربناوو، ځانګړو اقتصادي زونونو او نورو اقتصادي پروژو په جوړولو او پراختیا کې پانګونه وکړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، افغانستان د مهم جغرافیایي موقعیت، بډایه طبیعي سرچینو او د کاري عمر د ۲۴ میلیونه وګړو په لرلو سره د اقتصادي ودې او ګډو پانګونو پراخ ظرفیت لري.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د صنعتي پارکونو، ګډو ځانګړو اقتصادي زونونو او وچو بندرونو جوړول او فعالول، د سوداګریزو زېربناوو پراختیا او ګډې صنعتي پانګونې هغه برخې دي چې روسي شرکتونه پکې پانګونه کولای شي.

ملا برادر همداراز د روسیې بازارونو ته د افغان کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول جلغوزیو، انځرو، زعفرانو، انګورو، انارو او پنبې د صادراتو د پراختیا او په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د روسیې د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو یادونه کړې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ