د ټرمپ او پوتین د تېلو هوکړه ناکامه شوه؛سلګونه زره بېرله روسي ډیزل په اتلانتیک سمندر کې بې‌پېرودونکو پاتې دي

0
20

د روسیې سلګونه زره بېرله ډیزل تېل چې د امریکا بازار ته د لېږد په موخه بار شوي وو، اوس د اتلانتیک سمندر په اوبو کې سرګردانه دي؛ نه یې پېرودونکي پیدا کېږي او نه هم کوم بندر شته چې دغه تېل پکې ښکته شي.

دا وضعیت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې هڅې پایله ده چې غوښتل یې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د یوې هوکړې له لارې د منځمهاله ټاکنو تر مخه په امریکا کې د سون‌توکو بیې راټیټې کړي.

د ټیلیګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، د اکتوبر په ۹مه د دواړو مشرانو ترمنځ له هوکړې وروسته، تر اوسه د روسیې د ډیزلو تېلو هېڅ بار وړونکې بېړۍ د امریکا بندرونو ته نه ده رسېدلې او د کارپوهانو په وینا، دغه هوکړه عملاً له ناکامۍ سره مخ شوې ده.

د «اګیوی فانیندس» په نوم یوه بېړۍ چې شاوخوا ۳۰۰ زره بېرله روسي ډیزل یې لېږدول، په لومړي سر کې د نیویارک پر لور روانه وه، خو د بېړیو د تګ راتګ د څارونکو معلوماتو له مخې، د دوشنبې په ورځ یې خپل مسیر بدل کړ او اوس د پېرودونکو په لټه کې د سمندر په اوبو کې ګرځي.

تر دې وړاندې درې نورو بېړیو هم چې د امریکا پر لور روانې وې، خپل مسیرونه بدل کړي وو. د «تالیزمن» په نوم بېړۍ د خپل مقصد ځای «د امر تر ترلاسه کولو پورې» ته بدل کړ او د جبل‌الطارق تنګي له لارې مدیترانې سمندر ته ولاړه، په داسې حال کې چې دوې نورې بېړۍ، «بیسټ» او «لیرو» د برازیل پر لور روانې شوې دي.

د راپور له مخې، امریکايي د تېلو شرکتونه نه غواړي روسي ډیزل واخلي؛ ځکه وېره لري چې د دغو تېلو پېر او واردول به د امریکا او نړیوالو بندیزونو له امله له قانوني، سیاسي او اعتباري ستونزو سره مخ شي.

د سمندري معلوماتو او څارنې د یوې ادارې شنونکې میشل ویز بوکمن ویلي، د دغو تېلو د پېرلو په برخه کې سیاسي، د قوانینو د رعایت او د بندیزونو د تطبیق جدي ستونزې موجودې دي. نوموړې زیاته کړې چې د یادو بېړیو ځینې یې د روسیې د تش په نوم «سیوري بېړۍ» له شبکې سره د تړاو له امله د نړیوالو بندیزونو لاندې هم دي.

ټرمپ د روسیې له ولسمشر سره دغه هوکړه په داسې حال کې اعلان کړه چې په امریکا کې د ډیزلو او نورو سون‌توکو لوړې بیې د خلکو پر اقتصادي وضعیت فشار زیات کړی و او د منځمهاله ټاکنو لپاره یې د جمهوري‌غوښتونکو د ملاتړ کچه اغېزمنوله.

د هوکړې له مخې، روسیې ژمنه کړې وه چې سمدستي به ۳۰۰ زره ټنه ډیزل د امریکا او نړیوالو بازارونو لپاره وړاندې کوي، په نومبر میاشت کې به ۵۰۰ زره ټنه نور او له هغه وروسته به یو میلیون ټنه ډیزل بازار ته عرضه کړي.

خو دې معاملې په امریکا کې پراخ سیاسي مخالفتونه هم راوپارول. اوکراین پرې سخت غبرګون وښود، اروپايي متحدین اندېښمن شول او د امریکا د کانګرس د دواړو ګوندونو یو شمېر غړو له ټرمپ وغوښتل چې له روسیې سره دغه هوکړه بېرته لغوه کړي.

منتقدین وايي، د روسیې د انرژۍ محصولاتو واردولو ته د لارې هوارول د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې د تمویل لپاره د مسکو مالي سرچینې پیاوړې کوي.

د شنونکو په باور، حتی که دغه ډیزل امریکا ته هم رسېدلی وای، د امریکايي بازار پر بیو یې اغېز ډېر محدود پاتې کېده؛ ځکه د وارداتو ژمنه شوې اندازه د امریکا د ورځني مصرف په پرتله کمه ده.

په دې توګه، د ټرمپ هغه هڅه چې غوښتل یې د پوتین له لارې د امریکا د سون‌توکو بیې راټیټې کړي، نه یوازې دا چې تر اوسه یې مطلوبه پایله نه ده ورکړې، بلکې د روسیې د انرژۍ د صادراتو، نړیوالو بندیزونو او د واشنګټن د سیاسي اختلافاتو په اړه یې نوې لانجې هم راپورته کړې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ