د بنګلهدېش ګوښه شوې لومړۍ وزیرې شیخ حسینې هند کې د دغه هېواد له سفارت څخه د نوي پاسپورټ او ملي پېژندپاڼې د صادرولو غوښتنه کړې ده، څو وکولای شي له هند څخه خپل هېواد ته ستنه شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د حسینې وکیلانو د دوشنبې په ورځ د بنګلهدېش په نوي ډیلي کې د سفارت سرپرستې عالي کمېشنرې پریتي رحمان ته په یوه لیک کې د نوموړې لپاره د نویو سفري اسنادو د صادرولو غوښتنه کړې ده.
د حسینې وکیلانو په لیک کې ویلي، د بنګلهدېش لنډمهالي حکومت او نورو اړوندو ادارو د نوموړې پخوانی پاسپورټ او ملي پېژندپاڼه لغوه کړې ده؛ له همدې امله یې د نویو اسنادو د صادرولو غوښتنه کړې او له سفارت څخه یې غوښتي چې دغه بهیر ژر بشپړ کړي.
د راپور له مخې، دا له ۲۰۲۴ کال راهیسې د حسینې لومړی رسمي اقدام دی چې بنګلهدېش ته د بېرته ستنېدو لپاره یې کوي.
نوموړې مخکې رویټرز ته ویلي وو چې غواړي د ډسمبر په میاشت کې خپل هېواد ته ستنه شي او محکمې ته ځان وسپاري.
د هغې مرستیالانو ویلي، د بېرته ستنېدو دقیقه نېټه به د اړینو اداري چارو له بشپړېدو وروسته اعلان شي.
شیخ حسینه د ۲۰۲۴ کال د اګست په پنځمه د محصلانو په مشرۍ د پراخو لاریونونو له امله له واکه لرې او هند ته ولاړه.
د بنګلهدېش یوې ځانګړې محکمې د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د لاریونونو د ځپلو په تړاو نوموړې په غیاب کې د بشریت ضد جرمونو په تور په اعدام محکومه کړه؛ خو حسینې دغه تورونه رد کړي دي.
د رویټرز په وینا، د حسینې ګوند، عوامي لیګ، هم په بنګلهدېش کې منع شوی او د ګوند ګڼ غړي یې زنداني شوي یا نورو هېوادونو ته تللي دي.


