رویټرز خبري اژانس وایي، د یکشنبې په ورځ د خلیج د سیمې د څو هېوادونو د ونډو بازارونه په داسې حال کې له کمښت سره مخ شوي چې پانګهوال د ایران پر وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د احتمالي نویو بریدونو په اړه د پرېکړې په تمه دي.
د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ونډو عمومي شاخص ۱ سلنه راټیټ شوی، چې د الراجحي بانک د ونډو ۰.۶ سلنه او د سعودي د کانونو شرکت د ونډو ۱.۱ سلنه کمښت هم په دغه بهیر کې اغېز درلود.
دغه راز، د قطر د ونډو شاخص هم ۱.۳ سلنه راښکته شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران دولتي رسنیو د شنبې په شپه د دغه هېواد په سوېلي سیمو کې، د قشم ټاپو په ګډون، د څو چاودنو خبر ورکړی دی.
ورته مهال، د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک ویلي چې د سمندري ماینونو د چاودنو له امله یې په یوه سمندري مسیر کې دوه سوداګریزې بېړۍ سوځېدلې دي؛ خو تر اوسه روښانه نه ده چې دغه پېښې له هغو چاودنو سره تړاو لري که نه چې د ایران په سوېلي سیمو کې شوې دي.
بلخوا، د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي چې امریکايي الوتکې د شنبې په ورځ پر یوې سوداګریزې بېړۍ ډزې کړې او هغه یې له کاره غورځولې ده.
د امریکا په وینا، دغې بېړۍ هڅه کړې وه چې د ایران پر وړاندې د امریکا سمندري کلابندۍ نه سرغړونه وکړي.
په ورته وخت کې، د حوثیانو پر وړاندې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ویلي چې دوه بالستیک توغندي یې شنډ کړي چې د سعودي پلازمېنې ریاض پر لور توغول شوي وو.
د قطر لومړي وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، الجزیرې شبکې ته ویلي چې دوحه لا هم د واشنګټن او تهران ترمنځ منځګړیتوب کوي، څو په سیمه کې د کړکېچ د لا پراخېدو مخه ونیول شي.


