د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له امریکا څخه پاکستان او افغانستان ته د افغان کډوالو د احتمالي لېږد په اړه لا هم روښانه پرېکړه نه ده شوې او تر اوسه په دې تړاو یوازې اټکلونه مطرح دي.
د دغه وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي، اسلاماباد له اړوندو لورو سره په اړیکه کې دی او هڅه کوي چې د دې موضوع لپاره مناسبه حللاره ومومي.
نوموړي زیاته کړې چې پاکستان له خپلو متحدینو او شریکانو سره ګډ کار او نږدې همغږۍ ته ژمن دی.


