د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت، یونیسکو ویلي چې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۱۸۹ خبریالان وژل شوي، چې ۶۷ سلنه یې په جګړهییزو سیمو کې وو.
دغه سازمان د نومبر دویمه د «ګواښونه بدلېږي، خو معافیت دوام لري» تر شعار لاندې نړیوال کمپاین پیل کړی او ویلي یې دي چې د خبریالانو د وژنو ۸۶ سلنه قضیې لا هم نه دي څېړل شوې او عاملان یې نه دي مجازات شوي.

د یونیسکو د راپور له مخې، د ۲۰۰۶ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې تر ۱۶۰۰ ډېر خبریالان وژل شوي، چې ۵۰ تنه یې په جګړهییزو سیمو کې د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي.
یونیسکو زیاته کړې چې ښځینه خبریالانې هم د جګړو ترڅنګ له جنسیتي تاوتریخوالي، انلاین ځورونې او هدفي ګواښونو سره مخ دي.
دغه سازمان له حکومتونو، مدني ټولنو او رسنیو غوښتي چې د خبریالانو د خوندیتوب او د هغوی پر وړاندې د جرمونو د عاملانو د محاکمې لپاره ګډې هڅې وکړي.


