د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره له ۱۹۱ میلیون ډالرو اړینې بودجې څخه یوازې ۴۴ سلنه یې تأمین شوې ده.
اوچا خبرداری ورکړی، چې د بودجې کمښت د خلکو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له ستونزو سره مخ کوي او د درملنې د اړتیاوو پوره کولو لپاره د مالي مرستو دوام اړین دی.
دغه دفتر ټینګار کړی، چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول باید د راتلونکي بودجوي پړاو تر تأمین پورې ونه ځنډول شي او مرستې باید دوام ومومي، څو ټول خلک اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.


