د طالبانو حکومت په اوو میاشتو کې نږدې ۲ زره ټانکره ایراني تېل بېرته ګرځولي

0
12

د طالبانو حکومت د هرات سیمه‌ییز چارواکي وايي، په تېرو اوو میاشتو کې یې د اسلام کلا بندر له لارې د تېلو ۱۹۹۰ ټانکره بېرته ایران ته ګرځولي دي.

د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي باختر اژانس ته ویلي، دغه ټانکرونه وروسته له هغې بېرته ایران ته ګرځول شوي، چې د معیار او کیفیت ادارې له ارزونو وروسته یې تېل له ټاکل شویو معیارونو سره برابر نه دي بلل شوي.

د سعیدي په وینا، د طالبانو حکومت افغانستان ته د بې‌کیفیته تېلو واردولو ته اجازه نه ورکوي او د وارداتي تېلو کیفیت څاري.

ایراني تېل او نور سوداګریز توکي د هرات د اسلام کلا، د نیمروز د ورېښم پل او د فراه د ابونصر فراهي بندرونو له لارې افغانستان ته واردېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ