نن په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

0
28

په ټول افغانستان کې نن، دوشنبه د نومبر په دویمه، د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو، چې موخه یې د دې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی او د ماشومانو خوندیتوب دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې په وروستیو کلونو کې زیاتې شوې دي.

په ۲۰۲۲ کال کې دوه، په ۲۰۲۳ کال کې شپږ او په ۲۰۲۵ کال کې ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې؛ خو په روان ۲۰۲۶ کال کې د اکتوبر تر ۱۸مې پورې دا شمېر ۴۲ ته رسېدلی دی.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، د روان کال په وروستیو کې د کندهار، ننګرهار او کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې هم د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

بلخوا، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د دغو راپور شویو پېښو د څېړنې او ارزونې لپاره د یوه ځانګړي ټیم د جوړېدو خبر ورکړی او ځینې پېښې یې مشکوکې بللې دي.

پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده، چې تر ډېره د پنځو کلونو کم عمره ماشومان پرې اخته کېږي او په ځینو مواردو کې د دایمي فلج لامل ګرځي.

له همدې امله، له کورنیو غوښتل شوي چې د واکسیناسیون له ټیمونو سره همکاري وکړي او خپل ټول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو ضد واکسین کړي، څو د دې ناروغۍ پر وړاندې خوندي پاتې شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ