اردني ځواکونو له سوریې د ۱۴ وسله‌والو د اوښتو هڅه شنډه کړې

0
11
FILE - Jordanian soldiers patrol near the eastern Jordan-Syria border, in al-Washash, Mafraq governorate, Jordan, on Feb. 17, 2022, during media tour organised by the Jordanian army. An airstrike on southern Syria early Thursday Jan. 18, 2024 killed at least nine people and was probably carried out by Jordan's air force, Syrian opposition activists said, the latest in a series of strikes in an area where cross-border drug smugglers have been active. (AP Photo/Raad Adayleh, File)

د اردن سرحدي ځواکونو د سوریې له خاورې د دغه هېواد شمالي سیمو ته د ۱۴ وسله‌والو کسانو د اوښتو هڅه شنډه کړې ده.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د اردن وسله‌والو ځواکونو د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یادې ډلې د جمعې په ورځ غوښتل د درنې وسله‌والې نښتې په ترڅ کې د دغه هېواد خاورې ته ننوځي.

د اردن د پوځ په وینا، له وسله‌والو سره د مستقیمې نښتې پر مهال د دغې ډلې ګڼ غړي وژل شوي یا ټپیان شوي، خو پاتې کسان بېرته د سوریې خاورې ته تښتېدلي دي.

اردني ځواکونو د دغې پېښې د مرګ‌ژوبلې کره شمېر او د وسله‌والو ډلې هویت نه دی په ډاګه کړی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ