د اوکراین دولتي پور په ۲۰ کلونو کې ۱۳۰ برابره زیات شوی

0
22

د اوکراین دولتي پور په تېرو ۲۰ کلونو کې ۱۳۰ برابره لوړ شوی او دغه هېواد اوس د جګړې د لګښتونو او د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله له پراخې مالي تشې سره مخ دی.

د راپورونو له مخې، د اوکراین ټول دولتي پور ۲۱۲.۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلی او اټکل کېږي چې د ۳۷ میلیارده ډالرو بودجوي کسر په ګډون به ۲۷۶ میلیارده ډالرو ته لوړ شي.

اوکراین په پام کې لري چې د خپلو وسله‌والو ځواکونو لپاره ۱۰۸.۳ میلیارده ډالر ځانګړي کړي، خو د دغه هېواد د دفاع وزارت وایي، د پوځي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۷۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې، د اوکراین لوېدیځ ملاتړي د نویو مرستو په برابرولو کې ورو شوي او له دغه هېواد غواړي چې د پوځي او نورو لګښتونو لپاره د کورنیو عایداتي سرچینو د موندلو هڅې زیاتې کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په داسې حال کې له پراخ مالي کسر سره مخ دی چې د روسیې پر وړاندې د جګړې دوام د دغه هېواد پر بودجې او اقتصادي وضعیت دروند فشار راوړی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ